ایکنانیوز راپور راکوي، د ۱۳۹۶لمریز کال د زمری یا اسد میاشتې په ۲۱نیټه د آذربایجان شرقي د څانګې د قرآن د نړیوال خبری آژانس د سیاست جوړونې د شورا په دوهمې ناستې کې چې د ایکنا خبری آژانس د مرستیال او ددغې شورا دغړو په شتون سره د تبریز د جمعې امام په کور کې ترسره شوې وه، شهید آیت الله سید محمد علی ال هاشم ته د افتخاری خبریال دغړیتوب کارډ ډالۍ شوی ؤ.
دغه لوی شهید ددغه کارډ له ترلاسه کولو وروسته پخپلې وینا کې ووئيل، زه هم د مقام معظم رهبري څخه په پيروۍ سره دغه کارډ په ټول ویاړ سره قبلوم او ځان د قرآن خادم ګڼم .